طالبان: د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کار کوو

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

په افغانستان کې د خلکو د ناسم وضعیت، لوږه او بشري ناورین سره د دوی د مخ کېدلو په اړه د نړیوالو سازمانونو د اندېښنو سره-سره، د طالبانو حکومت وايي، وضعیت دومره هم نازک نه دی لکه څومره چې یې په اړه ویل کېږي.

تازه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا 'اوچا' ویلي، افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ په ستر بحران ځپلي هېواد بدلېدونکی دی او دغه شان د خوړو نړیوال سازمان هم اندېښنه ښودلې چې راتلونکی ژمی به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ شي.

خو د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، دوی د خلکو د اقتصادي ستونزو د هواري په خاطر کار کوي.

له ښاغلي کریمي سره د ازادي راډیو خبریال مرکه کړې او په سر کې یې د دوی د دې کار په اړه ترې پوښتلي دي، دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه