۲۹ افغان همجنس بازان بریتانیا ته ورسېدل

ارشیف؛ په افغانستان کې همجنس باز

نهه ویشت همجنس باز افغانان بریتانیا ته ورسېدل، دوی په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیرې لیز تراس او د همجنسبازانو د حقونو د سازمانونو په مرسته له افغانستانه وایستل شول.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وویل، د دې کسانو د ایستلو په برخه کې یې مهم رول لوبولی او له افغانستانه به د هغو افغانانو د را ایستلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې هلته یې ژوند په خطر کې دی.

د افغانانو په دې همجنس بازه ډله کې زده کوونکي او مدني فعالان دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلي دي چې دا هغه طبقه ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تر بل هر چا له ډېر تبعیض سره مخامخ دي او زور زیاتی ورسره کېدای شي.