تمه ده د 'جي-۲۰' سرمشریزه کې د افغانستان د مسالې په اړه بحث وشي

د ایټالیا مرکز روم کې د جي شل د سرمشریزې تالار

په پام کې ده چې د شلو سترو صنعتي هېوادونو په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې د افغانستان د مسالې په اړه بحث وشي.

د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره د ایټالیا پلازمېنې روم ته رسېدلی، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د راغلي وضعیت په اړه له اروپايي مشرانو سره خبرې وکړي.

د جي شل د سرمشریزې په درشل کې د ښځو د سیاسي مشرانو شبکې په یوه بیان کې ویلي چې د نړۍ شل پیاوړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ښځینه فعالانو او سیاستوالو خوندیتوب او امنیت یقیني کړي.

په بیان کې راغلي دي چې د افغانستان ښځینه سیاستوالې نه یوازې له صحنې اېستل شوي، بلکې له ګواښ او تشدد سره مخامخ دي.

ټاکل شوې چې د جي شل سرمشریزه نن او سبا د لړم په (اتمه او نهمه)د ایټالیا په پلازمېنه روم کې جوړه شي.