طالبانو پاکستان کې د افغانستان سفارت ته نوی استازی ټاکلی

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت

طالبانو په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د چارو د پرمخ بیولو لپاره نوی استازی ټاکلی دی.

دا خبره د طالبانو مهمو سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته تائید کړې.

محمد شکیب په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر یا شارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی.

سره له دې چې پاکستان تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو افغانستان دغه هېواد ته خپل نوی شارژدافیر معرفي کړی.

له دې سربېره افغانستان په کوټه او پېښور ښارونو کې هم دوو خپلو قونسلګریو ته ور پېژندلي دي.

تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو ویاندویانو په دې تړاو خبرې نه دي کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو او د کورنیو چارو وزارتونو د رویټرز خبري اژانس ته تائید کړې چې د قطر په مرکز دوحه او عربي متحده اماراتو کې هم دا ډول مقرریانې ترسره شوي دي.