امریکا ځپل شوېو افغانانو ته ۱۴۴ میلیونه ډالره بشري مرسته استولې

کابل کې بې ځایه شوي کډوال

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د روان بحران له کبله ځپل شوېو خلکو ته یې ۱۴۴ میلیونه ډالره نوره بشري مرسته استولې ده.

د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه ناوخته وویل چې دا مرسته یې په افغانستان کې د وروستي بحران اغېزمن شوېو او دغه راز په سیمه کې افغان کډوالو ته استولې ده.

د دغه وزارت پر اساس له دې سره په روان ۲۰۲۱ کې له افغانانو سره د امریکا بشري مرستې ۴۷۴ میلیونه ډالرو ته ورسېدې.

تردې یوه ورځ وړاندې د بریتانیا صدراعظم وویل چې هېواد به یې له افغانانو سره بشري مرستې زیاتې کړي خو طالبانو ته به سپین چک ورنه کړي.

جانسن همدا راز وویل چې بریتانیا سږ کال خپلې بشري مرستې دوه برابره کړي، خو څه چې نه شي کولی هغه دا دي چې طالب چارواکو ته سپین چک نه شي ورکولی.