خبریالان: ۲ میاشتو کې خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۳۰ پېښې ثبت شوي

یو تن خبریال چې په کابل کې د یوه لاریون پر مهال د تاوتریخوالي سره مخ شوی.

د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیه وايي، په تېرو دوو میاشتو کې یې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي تر ۳۰ ډېرې پېښې ثبت کړي دي.

د دې اتحادیې پر اساس، له خبریالانو سره تر ۹۰ سلنې ډېر تاوتریخوالی طالبانو کړی دی.

د دې اتحادیې په راپور کې ویل شوي چې په سلو کې ۱۰ نورې پېښې د نامعلومو کسانو له لوري شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې مسوول مسرور لطفي پرون پنجشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دوی له لوري د تاوتریخوالو په ثبت شوېو پېښو کې ۴۰ سلنه د وهلو - ټکولو او نورې د بد رد ویلو او ګواښلو دي.