جرمني اروپا ته د زرګونو کډوالو د لویې څپې په اړه خبرداری ورکړ 

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست شیهوفر

د جرمني د کورنیو چارو وزیر له بېلاروس سره د اروپايي اتحادیې د لوېدیځو پولو له لارې د زرګونو کډوالو د نوې لویې څپې په اړه خبرداری ورکړ.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست شیهوفر (Horst Seehofer) پرون پنجشنبې بېلډ ټلوېزیون ته په مرکه کې وویل، د کډوالو د دې نوې څپې اکثره د منځني ختیځ او افغانستان پناه غوښتونکي دي: "دوې ورځې مخکې په دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره موږ په یوه ورځ تر ۱۰۰۰ ډېر کډوال لرل. که دا په میاشت کې ضرب کړئ، بیا نو تاسو پوهېږئ چې اقدام ته فوري اړتیا ده."

ده د کډوالو د بحران د بدتره کېدو د مخنیوي لپاره د اروپايي اتحادیې د ګډې ستراتیژۍ غوښتنه وکړه.