وال سټریټ ژورنال: د افغان حکومت غړو هم د حکومت د سقوط خبرې کولې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، د امریکا متحده ایالاتو مخکښې استخباراتي مؤسسې ونه‌توانېدې چې د دې وړاندوینه وکړي چې طالبان به د امریکایي عسکرو تر وتلو مخکې داسې ژر افغانستان نیسي.

ورځپاڼه لیکي، د څلورو استخباراتي مؤسسو تر ۲۰ ډېرې داسې ارزونې چې پخوا یې راپور نه‌و خپور شوی د ۲۰۲۰ کال له پسرلي د روان کال تر جولای پورې د طالبانو پرمختګونه څېړلي دي.

دې استخباراتي ادارو دا پیشګویي کړې وه چې طالبان مخته روان دي، ځمکې لاندې کوي او په کابل کې حکومت چې لوېدیځ‌یې ملاتړ کوي د امریکا له ملاتړه پرته نه‌شي پاتېدای.

وال سټریټ ژورنال بیا لیکي چې بېلابېلو استخباراتي مؤسسو د افغان حکومت د پاتېدو په اړه د مختلفو وختونو اټکل کړی و، خو نتیجې ښکاره کړه چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه هغه وخت کابل ونیو چې لاهم یو شمېر امریکایي پوځیان په افغانستان کې وو.

ورځپاڼه بیا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي ای اې) د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې راپور ته اشاره کوي چې ښکاره‌یې ویلي و چې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته افغان حکومت نه‌پاتېږي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا په دې مقاله کې د استخباراتي مؤسسو بېلابېل اټکلونه شریک کړي او د مقالې په اخره کې یې د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې په وینا لیکلي دي چې د افغان حکومت غړو هم د حکومت د سقوط خبرې کولې.

د دې استخباراتي راپور له مخې د ولسمشر غني مرستیال امرالله صالح داسې فکر کاوه چې حکومت ممکن په اکټوبر کې سقوط وکړي او د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې باور و چې په سپټمبر کې به سقوط شي.

  • مټرو یو اېس

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان د کرکټ په اړه سؤالونه پیدا شوي دي.

مټرو یو اېس خپرونه لیکي په نومبر کې د کرکټ نړیواله شورا غونډه لري او پر دې بحث کوي چې د طالبانو تر واک لاندې به په افغانستان کې د کرکټ راتلونکې څرنګه وي.

د استرالیا کرکټ تیار خبرداری ورکړی دی چې په نومبر کې به له افغانستان سره یوازنی ټسټ مچ لغوه کړي که چېرته طالبان ښځو او نجونو ته اجازه ورنه‌کړي چې سپورټ وکړي.

مټرو یو اېس وړاندې د افغانستان د لوبغاړي راشد خان هغه خبرې رااخیستې دي چې له روېټرز اژانس سره‌یې کړې دي. راشد خان وایي، د اوس لپاره د افغانستان د کرکټ لوبغاړي یوازې د شل اوورونو نړیوال جام ته فکر کوي او په دې سوچ کې دي چې په خپل ګروپ کې درې لوبې وګټي چې نیمه پایلوبې ته ورسېږي.

له دغو لوبو یوه نن ده، ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له پاکستان سره په دوبۍ کې لوبه وکړي. دا مسابقه د کابل په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پیلېږي.