امرالله صالح: خلیلزاد افغانان تېر ایستل، اوس په مرکو خپله ناکامي نه‌شي پټولی

(ښی-کین) د لیرې کړای شوي جمهور رئیس اشرف غني مرستیال امرالله صالح او د افغان سولې لپاره د امریکا مخکېنی استازی زلمی خلیلزاد

امرالله صالح ویلي زلمي خلیلزاد افغانان تېر ایستل او اوس په مرکو باندې خپله ناکامي نه‌شي پټولی.

د لیرې کړای شوي جمهور رئیس اشرف غني مرستیال ښاغلي صالح دا خبره د زلمي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړې ده.

امرالله صالح د طالبانو له واکمنېدو وروسته ځان د افغانستان د جمهوري دولت سرپرست ولسمشر اعلان کړی و او تر ډېره وخته په پنجشېر کې د مقاومت له ډلې سره مل و.

صالح په خپل ټویټر باندې پر خلیلزاد په نننیو تُندو نیوکو کې هغه د افغانستان د سقوط او وروستیو تحولاتو اصلي مسؤل بللی دی.

امرالله صالح ویلي چې خلیلزاد د ده په خبره د خپلې ناکامۍ د منلو پر ځای په خپلو څرګندونو سره د خلکو په زخمونو مالګې دوړوي.

زلمي خلیلزاد دا اوونۍ له سي‌بي‌اېس او وروسته له کارنیګي بنسټ سره مرکې کړي چې په‌کې تر ډېره د خپل مأموریت او فعالیتونو ننګه کوي.

خلیلزاد که څه هم په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د ټینګښت په برخه کې امریکا ناکامه بللې، خو ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یې خپل هدفونه ترلاسه کړل.

هغه د افغانستان مخکېني ولسمشر باندې انتقاد کړی چې په واک کې د پاتې کېدو لېواله و او امریکا هم کافي فشار پرې رانه‌ووړ.

خلیلزاد تېره اوونۍ له خپلې دندې لاس پر سر شو او پر ځای یې ټام وسټ چې د هغه مرستیال و د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

د زلمي خلیل‌زاد وروستۍ دنده د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پیل شوه، هغه مهال چې د مخکېني جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ادارې وغوښتل، د افغانستان جګړه د خبرو له لارې ختمه او له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړي.