ملګري ملتونه: له اړمنو افغانانو سره د مرستو لپاره کافي پیسې نه‌لرو

د ملګرو ملتونو سازمان نښان

د ملګرو ملتونو یو چارواکی وایي له اړمنو افغانانو سره د مرستو لپاره دا سازمان کافي پیسې په واک کې نه‌لري.

دغه سازمان مخکې ویلي چې د افغانستان نږدې نیمايي نفوس خوراکي موادو ته سخته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو چارواکي د نوم له اخیستلو پرته روېټرز ته ویلي چې سیاسي حل‌لارو ته اړتیا ده.

د روېټرز د راپور په اساس ظاهراً د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنګل شویو پیسو بېرته خلاصون غوښتی.

له دې سره په یو وخت چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل امریکا د دغه هېواد نږدې ۱۰ میلیارده ډالره شتمني کنګل او د طالبانو لاسرسی یې ورته بند کړ.