د طالبانو د حکومت د کرنې وزیر له ترکیې د مرستو غوښتنه وکړه

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مصباح الدین مستعین ازادي راډیو ته وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره کتلي دي.

ښاغلي راشد په دې لیدنه کې ویلي دي‏ چې افغانستان او ترکیه ډېر مشترکات لري او وروستیو تحولاتو او اقتصادي ستونزو ته په کتو یې له ترکیې د کرنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

مولوي عبدالرحمان راشد د کانالونو او څړځایونو په جوړولو کې هم له ترکیېد مرستو غوښتونکی شو.

په ورته وخت کې د ترکیې سفیر له افغانستان سره د دوامداره مرستو په کولو ټینګار وکړ او ويې ویل چې تېرو شلو کلونو کې هم هېواد یې له افغانستان سره همکاري کړې ده.

نوموړي د کرنې وزارت له سرپرست سره په دې لیدنه کې د بزګرو د روزنې ترڅنګ د ذخېرو او سړو خونو په جوړولو کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې پخوا هم د ترکیې او افغانستان ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ګڼ تړونونه شوي وو.