ځینې افغانان: پر تورخم دروازې د تیریدو پرمهال پاکستان ستونزې جوړوي

تورخم دروازه

افغانان د تورخم دروازې د پرانیستو سربېره شکایت لري چې د پاکستان لور ته د تیرېدو پر مهال له ستونزو سره مخامخېږي.

د تورخم لاره د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوه او د پاکستاني چارواکو په وینا د یوې اوونۍ په ترڅ کې نژدې ۱۱ زره افغانان پردې دروازې د پاکستان خوا ته اوښتي دي.

په تورخم کې د عصمت الله په نوم یوه افغان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "ډېر بیروبار دی، مریضان، مشران، سپین ږیري ډېر په تنګ دي، له بده مرغه له چا سره که پنځه کلن، شپږ کلن اووه کلن ماشوم وي دا نه راپریږدي دا ډېر زیاتی دی."

د پاکستان حکومت یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکوي چې پاسپورټ لري او د پاکستان ویزه یې انلاین اخیستې وي.

د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ له پنځو میاشتو راهیسې بنده وه او یوه اوونۍ کېږي چې پرانیستل شوې ده.