د اوکراین پوځ د بېلتون غوښتونکو پرضد ترکۍ بې پیلوټه الوتکه کارولې

اوکراین کې یوه بې پیلوټه الوتکه

د اوکراین پوځ د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد په ختیځ کې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو پرضد له یوې ترکۍ بې پیلوټه الوتکې استفاده کړې ده.

د اوکراین پوځ په خپل فیسبوک کې د بایراکتار په نوم د ترکۍ الوتکې ویډیو خپره کړې ده چې د اوکراین په ختیځ کې یوه روسۍ توپچي وسیله له منځه وړي.

د اوکراین د ځواکونو په وینا دې وسیلې د اوکراین یو پوځي وژلی و او یو یې ټپي کړی و.

د بې پیلوټه الوتکې دا برید مسکو سخت غندلی دی.

ترکیې بې پیلوټه الوتکې پر اوکراین پلورلي دي.

کیف غواړي چې لس نورې بې پیلوټه الوتکې له انقرې واخلي او د اوکراین په ختیځ کې یې ځای پرځای کړي، په هغه ځای کې چې د دوه زره څوارلسم کال له اپریل را په دې خوا د اوکراین او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو ترمنځ په جګړو کې تر دیارلس زره دوه سوه ډېر کسان وژل شوي دي.