روسیه: د افغانستان ګاونډیان دې لویدیځ ځواکونو ته ځای نه ورکوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د روسیې جګپوړي ډپلوماټ د افغانستان پر ګاونډیو غږ وکړ چې د لویدیځ ځواکونو ته په خپله خاوره کې ځای ورنه کړي.

مسکو دې ته اندېښمن دی چې داعش له افغانستانه منځنۍ اسیا ته لار ونه کړي او لویدیځ هېوادونه د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د پښوځای پیدا نه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: "موږ یوځل بیا د افغانستان پر ګاونډیو هېوادو غږ کوو چې د امریکا او ناټو پوځي حضور ته اجازه ورنه کړي، دوی وروسته تردې چې د افغانستان خاوره یې پرېښوده اوس پلان لري چې هلته ځای پرځای شي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

لاوروف دا خبرې پرون په تهران کې د افغانستان لپاره جوړې شوې غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې یوه ورځ وروسته تردې وکړې چې د امریکا د دفاع وزارت د دفاع او پالیسي د برخې مرستیال کولن کال د کانګرس د پوځي خدماتو کمېتې ته وویل چې د استخباراتي ادارو له اټکل سره سم ښایي داعش تر شپږو میاشتو په لږه موده کې دا توان پيدا کړي چې پر متحد ایالاتونو برید وکړي.

په دې اړه نور: پنټاګون: داعش ښايي ۶ میاشتو کې پر امریکا د برید وړتیا ترلاسه کړي

امریکایي چارواکي په دې باور دي چې هغه وخت داعش ځپلی شي چې په سیمه کې ځواکونه ولري او بې پیلوټه الوتکې هم اغېزمنې دي.

د امریکا د دفاع وزارت د مرستیال په وینا تر اوسه د افغانستان له کوم ګاونډي سره موافقه نه ده شوې چې پلي امریکایي ځواکونو ته ځای ورکړي، خو تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په واشنګټن کې خبري غونډې ته ویلي و چې د افغانستان له ګاونډیانو سره همدا راز په سیمه کې له شریکانو سره خبرې روانې دي چې د امریکایي ځواکونو ملاتړ وکړي.

داعش د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو په افغانستان کې ۷۷ بریدونه کړي.

د بې پیلوټه الوتکو په برخه کې بیا د 'سي.اېن.اېن' د خبر له مخې امریکایان د اوس لپاره د پاکستان له فضا استفاده کوي او له اسلام اباد سره خبرې روانې دي چې دا هوایي دهلېز همداسې پرانیستی پریږدي.

امریکا او ناټو په افغانستان او سیمه کې د داعش حضور ته اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې داعش د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو په افغانستان کې اووه اویا بریدونه کړي دي.

'سي.اېن.اېن' ټلوېزیون د څېړونکو په وینا څرګندوي چې داعش خراسان څانګه له یو نیم زرتر دوه زره پورې وسله وال لري، خو په لنډ وخت کې ممکن دا شمېره لوړه شي.

د داعش یو شمېر غړي وروسته له دې د افغانستان له زندانونو په ځانګړي ډول د کابل له پلچرخي زندانه هم خوشې شول چې طالبانو کابل ونیو او دا زندانونه مات شول.