تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډه پرانیستل شوه

د ایران ملي بیرغ

په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډه نن چهارشنبه (د لړم ۵مه نېټه) پرانیستل شوه.

د ایرنا د دولتي خبري اژانس، ایرنا له راپور سره سم، د ایران، ترکمنستان، پاکستان، تاجکستان او ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیران او د روسیې او چین استازو په دې کنفرانس کې ګډون کړی دی.

د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران په انلاین ډول په کنفرانس کې برخه لري.

په دې کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب څوک برخه نه لري، خو ایرنا خبري اژانس وايي چې په تهران کې د ټولو هېوادونو سفیران هم په کنفرانس کې ګډون لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خیطب زاده د کنفرانس په درشل کې پرون وویل چې د غونډې برخوا به په افغانستان کې د دایمي سولې په اړه نظرونه تبادله کړي.