ملګري ملتونه: د ځمکې تودوخه به د صنعت د تېرې دورې پرتله لوړه شي

مضر ګازونه

ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې د مضرو ګلتوني ګازونو په اړه خبردارۍ ورکړی.

یاد سازمان ویلي، د دې ګازونو د خپرېدو د مخنیوي برخه کې د نړۍ د هېوادونو د اوسنیو ژمنو پر اساس، د ځمکې د تودېدو اندازه به تر صنعت مخکې دورې پرتله ۲.۲ درجې لوړه شي.

ملګرملتو تر دې وړاندې په اګسټ میاشت کې هم په خپل راپور کې خبرداری ورکړی و چې د فوسیلي سونګ موادو د استخراج او کارولو له کبله به په راتلونکو دوو میاشتو کې د ځمکې تودوخه تر صنعت مخکې دورې په نسبت یو اعشاریه ۵ درجو ته لوړه شوې ده.