امریکا د سوډان د پخواني صدراعظم د خوشې کېدو هرکلی کړی

معزول صدراعظم عبدالله حمدوک

د امریکا د متحدو ایالاتونو د سوډان د پخواني صدراعظم د خوشې کېدو هرکلی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د سوډان له معزول صدراعظم عبدالله حمدوک سره وروسته له هغه ټیلیفوني خبرې وکړې چې پوځي واکمنو هغه خوشې کړ او کور ته د تلو اجازه یې ورکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه بیان کې وویل چې بلېنکن د حمدوک د خوشې کېدو هرکلی وکړ او پر خپله دې غوښتنه یې ټینګار وکړ چې پوځي واکمن باید ټول ملکي مشران له بنده خوشې او خوندیتوب یې یقیني کړي.

د پرایس په وینا بلېنکن د دې ټیلیفوني محاورې پر مهال په سوډان کې د پوځیانو له خوا پر واک د ولکې ټینګولو له کبله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له پوځه یې غوښتنه وکړه چې له معترضانو سره په چلند کې له زغمه کار واخلي.

د سوډان پوځ د دوشنبې په ورځ ملکي حکومت له واکه لېرې کړ او هغه شورا یې منحل کړه چې د افریقا په دې هېواد کې د عمرالبشیر پر ضد له پراخو اعتراضونو وروسته د واک د سوله ییز انتقال لپاره جوړه شوې وه.