په یوه وسله واله حمله کې نن د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت کې څلور پولیس ووژل شول.
د لکي مروت د پولیسو مشر اقبال میهمند د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې وسله وال د پولیسو پر ګرځنده ډلې له بریده وروسته تښتېدلي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.