د پاکستان صدراعظم عمران خان جنرال ندیم انجم د 'ای.اېس.ای' مشر وټاکه

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان جنرال ندیم انجم د دغه هېواد د استخباراتو د مرکزي ادارې 'ای اېس.ای' د مشر په توګه وټاکه.

دا اعلان څو اوونۍ وروسته تر دې وشو چې ویل کېدل د 'ای اېس.ای' د مشر د ټاکلو پر سر د پاکستان د ملکي او نظامي چارواکو ترمنځ اختلافات پيدا شوی دی.

د پاکستان 'ای اېس.ای' له اوږدې مودې راهیسې تورنه ده چې له طالبانو او یو شمېر نورو افراطي ډلو سره اړیکي لري، خو اسلام اباد دا تورونه هر وخت رد کړي دي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر پرون وویل، د صدراعظم او د پاکستان د لوی درستیز له ډېرو سلا مشورو وروسته جنرال ندیم انجم د 'ای اېس.ای' د مشري لپاره غوره شوه.

دی به د نوومبر له شلمه خپل کار پیلوي.