د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې هېواد یې د سوډان د پوځ کړنې په کلکه غندي.
ښاغلي بلېنکن پرون په یوه اعلامیه کې د سوډان د سرپرست صدراعظم عبدالله حمدوک او نورو ملکي چارواکو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د سوډان پوځ د اکتوبر په پنځه ویشتمه/پرون د شمالي افریقا په دې هېواد کې بیړنی وضعیت اعلان او عبدالله حمدوک یې ونیوه.
د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر دا ګام د نه منلو وړ بللی دی.
هاخوا د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي هم د سوډان د وروستیو تحولاتو په تړاو څرګندونې کړي دي: "دا کړنې د سوډان د خلکو د ډموکراټیکو هیلو سره مخالف دي. دوی د اساسي قانون له اعلامیې سره په ټکر کې دي او د جوبا د سولې تړون زیانمنوي. موږ په اردو غږ کوو چې ټول نیول شوي ملکي وګړي په غیر مشروط ډول خوشې او بېرته راستانه کړي، څو د ملکي خلکو په مشرۍ لېږد ته اجازه ورکړي. تر څو د ټاکنو په لور خپل پرمختګ ته دوام ورکړي."
یو شمېر نورو لویدیځو هېوادونو له هغې ډلې بریتانیا، فرانسې او اروپايي ټولنې په سوډان کې وروستي تحولات د اندېښنې وړ بللي او ځینو یې پوځي کودتا غندلې ده.