مالي: د ایران د اټمي تړون د بیا احیا کېدو په اړه خبرې حساس پړاو کې دي

د ایران لپاره د متحده ایالاتو لوړپوړی استازی راب مالي

د ایران لپاره د متحده ایالاتو لوړپوړی استازی وایي، د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د بیا احیا کېدو په اړه خبرې په حساس پړاو کې دي.

راب مالي خبرداری ورکړی چې ممکن ایران د نړۍ له قدرتونو سره د دغه تړون پرسر خبرې د یوه تاکتیک په چوکاټ کې ځکه ځنډوي چې اټمي پروګرام ته پراختیا ورکړي.

راب دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې همدې اوونۍ کې د اروپایي ټولنې یو لوړپوړی ډپلومات په بروکسل کې د ایران د اټمي تړون له مرکچي سره په همدې تړاو خبرې وکړي.

په ویانا کې د ایران د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو پر سر خبرې له شپږو پړاونو وروسته بېرته دریدلي دي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، په دې اړه به د خبرو لپاره تل ایران ته لاره نه وي خلاصه.