نوې طرحه: امریکايان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی

ارشیف، د امریکا ویزه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه (د لړم ۳مه) یوه نوې طرحه څرګنده کړه چې پر اساس یې امریکايان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی او د امریکا په متحدو ایالاتونو کې مېشتولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې طرحې پر اساس به، چې( سپانسر سرکل پروګرام) نومېږي، لږ تر لږه ۵ تنه د افغانانو د مېشتولو او سپانسر کولو غوښتنه کولی شي.

دا پروګرام د کډوالو برخه کې د امریکا په پالیسۍ کې یو لوی بدلون دی.

تر دې وړاندې د ولسمشر جو بایډن حکومت په پام کې لرل چې د خصوصي سپانسرشیپ پروګرام په ۲۰۲۲ کې پیل کړي.