خان له کري څخه د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون دوشنبه(د لړم ۳مه نېټه) د چاپېریال لپاره د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کري سره په کتنه کې د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د صدراعظم دفتر د عمران خان په قول په ټویټر کې لیکلي، ده د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د 'زرغون منځني ختیځ طرحې' په نوم کنفرانس په څنګ کې وکتل.

عمران خان له افغانستان سره د مثبت تعامل د غوښتنې په ترڅ کې د افغانانو د سوکالۍ لپاره د افغانستان د شتمنیو پر ازادېدو ټینګار وکړ.

تراوسه پورې د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.