چین: قطر کې به د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالب پلاوي سره وغږیږي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او ملا برادر

چینايي چارواکي وايي چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي دا اوونۍ د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینیین پرون تر دې لیدو کتو مخکې وویل: "د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم د مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په بلنه، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د اکتوبر په ۲۵ او ۲۶ مه د دوه ورځني سفر لپاره په دوحه کې وي. د دې سفر په لړ کې به وانګ يي د طالبانو د سرپرست حکومت له یوه پلاوي سره هم وویني."

چین ویلي چې له اګسټ راهیسې په افغانستان کې لوی بدلون راغلی او اوس د دغه هېواد خلک تاریخي فرصت لري چې د راتلونکي په اړه په خپلواکه توګه پرېکړه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي چې پولې خلاصې پاتې کړي او هم یې له افغانستان سره د ۳۱ میلیونه ډالره بشري مرستو وړاندیز کړی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په دوحه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره پرون پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړي دي.

د اعلامیې په دوام راغلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي به هم له خپل چینایي سیال سره د دوی په ټکو د پياوړو سیاسي او اقتصادي اړیکو په تړاو دوه ورځنی بحث ولري.