شوکت میرضیایف د ازبیکستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو

شوکت میرضیایف

د ازبیکستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون، شوکت میرضیایف د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ.

په دې ډول میرضیایف به د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ازبیکستان ولسمشر وي.

د ازبیکستان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون ريیس زین الدین نظام حاجي یف د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د لېبرال ډموکراټ ګوند کاندید شوکت میرضیایف په سلو کې تر ۸۰ زیاتې رایې ګټلې دي.

د ده په وینا د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو کې تر ۱۶ میلیونه ډېرو خلکو خپلې رایې وکارولې.

د اسلام کریموف له مړینې وروسته شوکت میرضیایف د ازبیکستان واګې په لاس کې لري.