اسرائیل په لوېدیځه غاړه کې ۱۳۵۵ مېشت ځایونه جوړوي

د اسرائیل لوېدیځه غاړه

اسرائیل په پام کې لري چې د متحده ایالاتو له اندېښنو سره سره په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې نور ۱۳۵۵ مېشت ځایونه جوړ کړي.

د اسرائیل د ځمکې ادارې پرون د اکټوبر په ۲۴مه د لوېدیځې غاړې په یو شمېر مېشت ځایونو کې د دې نویو کورونو د رغونې مناقصه خپره کړه.

لوېدیځه غاړه هغه سیمه ده چې فلسطینیان غواړي خپل راتلونکی دولت په‌کې جوړ کړي.

اسرائیل دا سیمه په ۱۹۶۷ کال کې له شپږ ورځنۍ جګړې وروسته اشغال کړه.