ازبکستان کې د ټاکنو بشپړېدل؛ ښایي شوکت میرضیایف بیا ولسمشرۍ ته ورسېږي

شوکت میرضیایف

په ازبکستان کې ولسمشرۍ ټاکنې بشپړې شوې او داسې ښکاري چې شوکت میرضیایف بیا په اسانۍ ولسمشرۍ ته رسېږي.

د میرضیایف په وړاندې څلور داسې کاندیدان ولاړ وو چې ډېر مشهوره نه‌وو او د حکومت پلویان هم بلل شوي.

خلکو د منځنۍ اسیا په دې لوی هېواد کې د اکټوبر په ۲۴مه د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې وکارولې.

دا له کله چې ازبکستان په ۱۹۹۱ کال کې خپلواکۍ ته ورسېد په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ شپږم دور ټاکنې وې.

د ازبکستان د ټاکنو د کمېسیون چارواکو ماښام مهال اعلان وکړ چې د رایو په شرایطو له برابرو کسانو نه څه باندې ۸۰ فیصدو رایه ورکړې ده.

تېر دور ولسمشرۍ ټاکنو کې دا سلنه څه باندې ۸۷ وه.

که څه هم میرضیایف له نورې نړۍ سره د ازبکستان د سوداګرۍ او روابطو په برخه کې نوی باب پرانیست، خو په ده هم د ازبکستان د مخکېنیو واکمنانو په څېر د بشري حقونو د نه‌رعایت، د سیاسي مخالفانو د سختې ځپنې او ګڼو نورو مسئلو په باب انتقادونه موجود دي.