منظور پښتین: قبایلي ولسونو قربانۍ ورکړي، خو لا هم د خوندیتوب احساس نه‌لري

منظور پښتین

په شمالي وزیرستان کې مدني فعالانو او سیاستوالو له حکومته د قبایلي سیمو د امنیت غوښتنه وکړه.

دوی پرون په میرلي کې د یوه ځوان فعال نور اسلام داوړ د وژل کېدو د څلوېښتۍ په مراسمو کې راټول شوي وو او له دولته‌یې دا غوښتنه هم کوله چې د نوموړي قاتلین باید د قانون منګولو ته وسپاري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، قبایلي ولسونو د حکومت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، خو لا هم د خوندیتوب احساس نه‌لري.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پارلمان غړي محسن داوړ غونډې ته ویلي، شمالي وزیرستان کې هغه کسان وژل کېږي چې د خپل ولس د ملاتړ غږ پورته کوي.

د پاکستان چارواکو له دې وړاندې ویلي چې د قبایلي سیمو د امنیت ټینګښت لپاره هڅه کوي او وخت نا وخت‌یې دغو سیمو کې چاڼیز عملیات هم کړي دي.