هرات کې درې تنه له طالبانو سره نښته کې ووژل شول

ارشیف، هرات کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

په هرات کې درې تنه له طالبانو سره په وسله‌واله نښته کې وژل شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په خپل ټویټر باندې په یوه بیان کې وژل شوي کسان انسان تښتوونکي بللي دي.

هغه ویلي دا درې تنه د هرات د ۱۵مې حوزې په پل دوزان سیمه کې یوې ودانۍ ته ختلي وو چې د طالبانو له‌خوا محاصره او ووژل شول.

خوستي ویلي د طالبانو غړو ته زیان نه‌دی اوښتی.

مخکې له دې ځینو سیمه‌ییزو سرچینو ویلي وو چې په نښته کې د طالبانو د ملا منان نیازي انشعابي ډلې وسله‌وال ښکېل وو.

د طالبانو لاس ته د هرات ښار تر لوېدو راوروسته دا په شااوخوا دوو میاشتو کې لومړنۍ وسله‌واله نښته بلل کېږي.