د طالبانو حکومت وايي د ایران کنفرانس کې ګډون نه‌کوي

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت ویلي چې د ایران په کنفرانس کې ګډون نه‌کوي.

دا خبره د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد نن رسنیو ته کړې ده.

تمه ده ایران د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ناستې کوربه وي.

په دې ناسته کې تمه کېږي چې ایراني چارواکي په افغانستان کې د ټول‌شموله او پراخ‌بنسټه حکومت په تشکیل باندې ټینګار وکړي.

مجاهد د ایران ناسته د افغانستان په ګټه بللې ده.

د ایران تر ناستې وروسته تمه ده هند د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو یوه غونډه جوړه کړي چې په افغانستان باندې به بحث کوي.