محقق: د کابل په لوېدیځ کې ۸  ماشومان د لوږې له لاسه مړه شوي

کابل کې د لوږې له امله ځیني مړه شوي ماشومان

د کابل په لویدېځ کې د لوږې له لاسه د اتو ماشومانو مړینه راپور شوې ده.

سیاستوال او جهادي څېرې محمد محقق په خپله فېس‌بوک پاڼه نن د دغو ماشومانو د مړینې په اړه جزئیات خپاره کړي.

محقق ادعا کړې چې دا ماشومان د کابل ښار ۱۳مې ناحیې اړوند اتفاق ښارګوټي کې مړه شوي او د سیمې ملا امام او کلیوالو خاورو ته سپارلي.

ښاغلي محقق د محمد علي بامیاني په نوم د یوه ملا امام خبرې هم خپرې کړي چې د دې پېښې په اړه جزئیات ورکوي.

بامیاني وایي: "هغوی اته کسان وو. مشر یې اته کلن او وړوکی یې یو-یو نیم کلن ښکارېده. پلار، مور او نږدې خپلوان‌یې نه‌درلودل، رورغلو. ګورو چې په هغه کور کې ټول مړه شوي. ان دومره وږي وو چې خپلې پښې یې هم نه‌وې غځولې."

د راپورونو له مخې دا پېښه شااوخوا درې اوونۍ مخکې شوې او اوس‌یې جزئیات رسنیو ته راوتلي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د دې پېښې په تړاو څه نه‌دي ویلي او نه هم نورو خپلواکو سرچینو څه تبصره کړې ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان ګواښ کړی و چې که له اړمنو افغانانو سره مرستې ونه‌شي افغانستان به یوه لوی بشري ناورین سره مخ وي.

د راپورونو له مخې د ژمي په رارسېدو ۱۸ ملیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري.