ملګري ملتونه: د افغان نجونو او ښځو د حقونو دفاع او ودې ته دوام ورکوو

افغانې نجونې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، تر څو چې افغان نجونې ښوونځیو او ښځې دندو ته ستنې شوې نه‌وي، خپلې هڅې به ونه‌دروي.

ښاغلي ګوترش پرون شنبه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "ملګري ملتونه په افغانستان کې پاتې کېږي او د نجونو او ښځو د حقونو دفاع او ودې ته دوام ورکوي."

سرمنشي همداراز لیکلي چې دوی به تر هغو چې افغان نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار حق نه‌وي ورکړل شوی، په کرار نه‌کېني.

پر طالبانو د افغانانو او نړیوالو فشار دی چې د نجونو او ښځو حقونو ته غاړه کېږدي.

طالبانو که څه هم په یو شمېر شمالي لایتونو کې نجونو ته اجازه ورکړې چې تر ۱۲مو ټولګیو پورې زده‌کړې وکړي، خو د پلازمېنې کابل په شمول‌یې په اکثرو ولایتونو کې له شپږم تر دولسم پورې نجونې ښوونځیو ته له تګه منع کړې دي.