امریکا: لا هم افغانستان کې له ۳۶۳ امریکایي اتباعو سره په تماس کې یو

قطري الوتکه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، لا هم افغانستان کې له ۳۶۳ امریکایي اتباعو سره په تماس کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو د کانګرس غړو ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې له دې ډلې ۱۷۶ تنه غواړي چې له افغانستانه ووځي.

دا خبر پرون امریکایي رسنیو ورکړی او په‌کې راغلي چې د تېرې اګسټ میاشتې له پای وروسته چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل، ۲۰۰ امریکایي اتباع له افغانستانه ایستل شوي دي.

له دې وړاندې طالبانو ویلي، هر هغه څوک چې د سفر قانوني اسناد ولري، د سفر کولو اجازه ورکوي.

د طالبانو له راتګ وروسته له افغانستان سره نړیوالې الوتنې عادي شوې نه‌دي او زرګونه کسان له همدې امله بند پاته دي.