د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان غړو هېوادونو په تاجکستان کې د افغانستان سرحد ته نژدې د پوځي تمریناتو بل پړاو نن پای ته ورساوه.
د دې تمریناتو پرمهال یوه فرضي صحنه ښودل کېده چې ګنې یو شمېر وسله وال کسان په یوه موټر کې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته د ننوتو هڅه کوي خو مخه یې نیول کېږي.
په سیمه کې د روسیې د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندان الکساندر لاپین د دې تمریناتو د پای په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې په تاجکستان کې دا پراخ پوځي تطبیقات په افغانستان کې د خرابېدونکي حالت پر وړاندې غبرګون و.
پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا درېیم ځل دی چې د پخواني شوروي د جمهوریتونو د ټلوالې له خوا د افغانستان سرحد ته نژدې په تاجکستان کې پوځي تمرینات کېږي.
د دې ټلوالې ویاند ولادیمیر زینیت الدینوف وویل چې د دې تمریناتو څلورم پړاو به په نوومبر میاشت کې ترسره شي.