د هوایي ځواک ۱۵۰ تنه به ډېر ژر له تاجکستانه بل ځای ته ولېږدول شي

ارشیف؛ افغان پیلوټان

د افغانستان د هوایي ځواکونو شااوخوا ۱۵۰ تنه به ډېر ژر له تاجکستانه بل ځای ته انتقال شي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند هیل ورځپاڼې ته کړې ده، خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې کله به دا کسان له تاجکستانه بهر کوي.

د اګسټ په میاشت کې چې امریکا خپل پاتې پوځیان له افغانستانه ایستل دا پیلوټان او د افغانستان د هوایي ځواک غړي یې تاجکستان ته په دې تمه انتقال کړل چې بیا به یې د امریکا متحد ایالاتونو ته لېږدوي.

د هوایي ځواکونو دغو غړیو بیا بیا له رسنیو سره په دې موده کې په تاجکستان کې د خپل سخت ژوند په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې افغانستان ته هم نه شي ستنېدلی، ځکه چې هلته دا وېره ورسره شته چې طالبان به یې ووژني.