نور او سیاف: طالبانو سره د سولې د مذاکراتو بیا پیلول اهمیت لري

پخوانی جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف او د جمعیت اسلامي ګوند د بېلې شوې څانګې مشر عطامحمد نور

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي مقاومت د عالي شورا له ادرسه په یو خپاره شوي بیان کې طالبانو ته خبرداری ورکړل شوی چې که د سولې له لارې د دوی غوښتنې ونه مني نو پوځي اقدام به وکړي.

په بیان کې چې د جمعیت اسلامي ګوند د انشعابي څانګې مشر عطا محمدنور او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پر رسمي فیسبوکپاڼو خپور شوی راغلي دي چې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو بیا پیلول فوق العاده اهمیت لري.

په بیان کې غوښتنه شوې چې دا مذاکرات باید داسې دایمي سولې ته لاره اواره کړي چې نتیجه یې د جمهوریت پر اساس، د ټولو قومونو او ښځو په ګډون منتخب نظام وي.

له دې مخکې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو مخالفې ډلې ویلي و چې د مقاومت په نوم یوازې دوی مشروعیت لري او نورې ډلې د دوی استازیتوب نه شي کولای.

طالبانو تراوسه د دې اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.