د انګلستان پارلمان د دفاعي چارو کمېټې د دغه هېواد د فاع وزیر یوې غوڼدې ته وربللی.
دغه غونډه کې به د دفاع وزیر بېن والس له افغانستانه د بریتانوي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي سپیناوی ورکړي.
غونډه د اکتوبر په ۲۶مه نېټه یعنې راتلونکې سې شنبه جوړیږي او د انګلستان د دفاع وزیر سربېره د پوځ له لوی درستیز نیک کارتر به هم د پارلمان د استازو پوښتنو ته ځواب ووایي.
جلسه کې به احتمالاً د دوحې د تړون پر اساس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او ناټو پوځیانو پر وتلو هم بحث وشي.
په غونډه کې په افغانستان د ترورېزم پر راتلونکې او دغه هېواد ته پر متوجه ګواښونو هم سوال ځواب وشي.