روسیه کې د باروتو د جوړولو په فابریکه کې چاودنې  ۱۶ کسان وژلي

روسیه کې د باروتو په فابریکه کې شوې چاودنې

په روسیه کې د وسلو لپاره د باروتو د جوړولو په یوه فابریکه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلی دي.

په دغه پېښه کې یو تن بل ټپي شوی دی.

د ټاس خبري اژانس په حواله چې پېښه د مسکو ښار څخه ۲۷۰ کیلومتر لېرې د رایزان سمیې د باروتو جوړلو په یوه فابریکه کې شوې.

له دغې چاودنې وروسته د اورلګېدنې د کابو کولو لپاره د اضطراري حالت ۱۷۰ کار کوونکي او د نجات ۵۰ نقلیه وسیلې سیمې ته استول شوي دي.

د اضطراري حالت وزارت سرپرست الکساندر چوپيریان د پېښې په سیمه کې رسنیو ته ويلي چې د باروتو جوړولو په دغه فابریکه کې د ټکنالوژۍ د پروسس د بهیر له چارو سرغړونه د چاودنې سبب شوې.