د بشر حقونو د څار سازمان: طالبانو سلګونه افغانې کورنۍ جبري بې ځایه کړي

ارشیف، یو شمېر بې ځایه شوي کډوال

د طالبانو حکومت د بشر حقونو د څار سازمان هغه وروستی راپور رد کړی چې ویلي یې وو په افغانستان کې سلګونه کورنۍ په جبري ډول کډوالۍ ته اړ شوي.

د بشر حقونو د څار سازمان نن د اکتوبر په ۲۲مه نېټه په یوه راپور کې وویل چې طالبانو په پنځو ولایتونو کې سلګونه کورنۍ چې اکثرا شیعه ګان دي، له خپلو سیمو په زور ایستلي دي.

راپور کې ویل شوي چې دا کسان په بلخ، کندهار، هلمند، دایکنډي او ارزګان ولایتونو کې د ډله ییز مجازات په ډول د خپلو کورونو او ملکیتونو پرېښودلو ته اړ کړل شوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دغو ادعاو په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د خپلو اصولي موقف او دریځ څخه د هېواد د ټولو اتباعو حقونو ته ژمن دی او په اساس یې د هېڅ قشر پر وړاندې د تبعیضي چلند اجازه نه لري او په دې تړاو نشر شوي راپورونه په کلکه ردوو."

تر دې مخکې د بښنې نړېوال سازمان هم پر طالبانو د خلکو د ځورونې او د هغوی د ملکیتونو د غصب تورونه لګولي وو.