د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر جوبایډن وایي، که چین د تایوان په ټاپو وزمې برید وکړي امریکا به له تایوانه دفاع وکړي.
ښاغلي بایډن په یوې ناسته کې چې پرون له سي اېن اېن ټلوېزیونه په ژوندۍ بڼه خپرېده له تایوان سره د امریکا د تعهداتو ډاډ ورکړ.
د بایډن دا څرګندونې د امریکا له هغې اوږدمهالې پالیسۍ سره په ټکر کې بلل شوي چې ځان په جګړه کې له پوځي مرستو پرته د تایوان د دفاعي پیاوړتیا په برخه کې د مرستې لپاره ژمنه بولي.
جوبایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده ایالاتونه کولی شي د چین له چټک پوځي پرمختګ سره سیال وي وویل چې نړۍ پوهېږي امریکا په تاریخ کې تر ټولو غښتلی پوځ لري.
ولسمشر بایډن د چین له جمهور رییس شي جین پینګ سره د خپلې اوږدې اړیکې ته په اشاره وویل چې نه غواړي سړه جګړه پیل کړي خو غواړي چین ته وپوهوي چې امریکا نه په شا کېږي.