له بایډن او کانګرسه د ازادې اروپا راډیو زنداني خبریال یسپېنکو غوښتنې

ولادېسلاف یسپېنکو

د ازادې اروپا راډیو زنداني خبریال ولادېسلاف یسپېنکو د امریکا له ولسمشر جو بایډن او د کانګرس له غړو غوښتي دي چې تر ۱۰۰ زیاتو هغو سیاسي بندیانو د خوشې کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي چې په کریمیا کې د هغوی د فعالیتونو پر سر د روسیې د استخباراتو ملي ادارې 'اېف.اېس.بي' په بند کې دي.

یسپېنکو چې د ۲۰۲۱میلادي کال له مارچ راهیسې د روسیې تر اشغال لاندې کرېمیا سیمه کې بندي دی، دا غوښتنه په هغه لیک کې کړې چې پرون په واشنګټن کې د اوکراین په سفارت کې په لومړي ځل په عام محضر کې ولوستل شو.

نوموړي په لیک کې له بایډن او د کانګرس له غړو غوښتي چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ته "واضحه پیغام ورکړي چې امریکا له اوکراین سره ولاړه ده."

واشنګټن پر روسیې غږ کړی چې په کریمیا کې د بشري حقونو سرغړونې ودروي او ټول سیاسي بندیان خوشې کړي.

لیک د یسپېنکو ښځې کیترینا یسپېنکو خپله امریکا ته وړی دی.

نوموړې اوس مهال د امریکا په سفر ده چې هلته له چارواکو سره وګوري او په کرېمیا کې یې له وضعیته خبر کړي.

روسیې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د اوکراین ټاپو وزمه کریمیا سیمه له ځان سره وتړله.

د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون لسګونه هېوادونو د مسکو دا اقدام وغنده او دریځ لري چې کرېمیا د اوکراین برخه ده.