د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې 'اېف.اې.ټي.اېف' پرېکړه کړې چې پاکستان په خپل خړ لېسټ کې وساتي او پر هغه هېواد یې غږ کړی چې د ترهګرۍ تمویل او تورو پیسو سپینولو مخنیوي په برخه کې دې 'ژر تر ژره پرمختګ' وکړي.
دې پاریس مېشتې ادارې بېګا تر خپلې درې ورځنۍ سرمشریزې وروسته ازادي راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ تمویل مخنیوي په برخه کې له ۲۷ څخه ۲۶ سپارښتنې عملي کړي دي.
د اېف اې ټي اېف مشر مارکوس پلېیر تر سرمشریزې وروسته خبري غونډې ته وویل، اسلام اباد دې د ترهګرو ډلو د مشرانو ضد اقدامات وکړي.
د لشکر طیبه، جماعت الدعوه او تحریک طالبان پاکستان په ګډون یو شمېر پاکستان مېشته ډلې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېسټ کې شاملې دي.
اسلام اباد وار له مخه د لشکر طیبه او جماعت الدعوه مشران ذکي الرحمان لکوي او حافظ سعید د ترهګرۍ تمویل په تورونو سزا کړي او اوسمهال بندیان دي.
د پاکستان د انرژۍ چارو وزیر حماد اظهر بېګا د اېف اې ټي اېف اقدام یو ((ښه خبر)) وباله او پر ټوېټر یې په بیان کې زیاته کړه چې هغې ادارې منلې چې پاکستان د ترهګرۍ تمویل او تورو پیسو سپینولو په لړ کې پرمختګ کړی دی.