طالبان وايي حکومت یې د تهران غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، د طالبانو حکومت تراوسه پورې د تهران په غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په تهران کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه وویل، لا وخت شته چې په دې غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه وشي.

د تهران د غونډې د بحث موضوع په افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت، سوله او ثبات بلل شوی دی.

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ د ۱۰ هېوادونو د استازو په ګډون په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شوه.

هند هم ویلي چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه جوړوي.