پاکستان: افغانستان سره د ۵ میلیارډه روپیو په ارزښت مرسته کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون پنجشنبه (د تلې ۲۹مه) وویل، پاکستان به افغانستان ته له بشري بحران سره د مبارزې لپاره د ۵ میلیارډ روپیو په ارزښت مرسته ورکړي.

قریشي د کابل له سفره وروسته خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "د افغانستان حکومت تاییدوي او مننه کوي چې پاکستان په سختو شرایطو کې له افغانستان سره مرسته کړې او څو لسیزې یې افغانانو ته پناه ورکړې ده."

ده په عین حال کې وویل چې اوس انتقالي حالت دی، ستونزې شته او افغانان به پرې برلاسه شي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې تجارتي لارې به پرانیزي او د افغانستان د محصولاتو د صادرېدو په لار کې به اسانتیا رامنځته کېږي.

مجاهد زیاته کړه: "ان په دروازو کې به ناروغانو ته وېزې ورکول کېږي چې ناروغان په اسانه د تداوۍ لپاره لاړ شي."

له دې سره په یو وخت پرون پاکستان د تورخم دروازه له څو اوونیو وروسته پرانیسته.

افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لوري د لارو بندېدو دوی ته ډېر مالي تاوان اړولی ځکه چې پاکستان په داسې وخت کې لارې وتړلې چې د افغانستان د مېوو فصل و.