ترکیې، ایران او متحده عرب امارات پر افغانستان غږیدلي

ترکیې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره چمتووالی ښودلی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون پنجشنبه (د تلې ۲۹مه) د ایران او متحده عربي امارات له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دې ټېلیفوني خبرو کې ښاغلي اوغلو له خپل ایراني ساري حسین عبداللهیان سره د افغانستان او سوریې په اړه خبرې وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید النهیان سره پر دوه اړخیزو مسالو او افغانستان د نظر تبادله وکړه.

ترکیې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره چمتووالی ښودلی، خو پر طالبانو یې غږ کړی چې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.