پنټاګون: راوستل شوېو افغانانو کې کابو نیمايي ماشومان دي

هغه افغانان چې امریکا ته تلونکي دي.

پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت وايي، له افغانستانه د امریکا پوځي اډو ته د راوستل شوېو افغانانو کابو نیمايي ماشومان دي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د دفاع وزیر لوېډ اسټن د لیک پر اساس، له افغانستانه نژدې ۵۳ زره تنه ایستل شوي او د متحدو ایالاتونو په بېلابېلو پوځي اډو کې دېره کړای شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن د کانګرس د اوکلاهما د جمهوریپال ګوند د غړي سناتور جېم اینهوف پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي چې د دغو افغانانو نژدې نیمايي ماشومان دي.