واشنګټن پوسټ: له افغانستانه د وتلو پروسه کې د ناټو شریکانو ترمنځ کافي همغږي نه‌وه

يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه لیکنه کړې.

ورځپاڼې ویلي چې دغه ناسته کې د افغانستان د امنیت موضوع د غونډې د اجندا په سر کې ده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اکټوبر په ۲۱مه د پنجشنبې په ورځ د دې ناستې له پیل نه څو شېبې مخکې وويل، د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیران د افغانستان له جګړې نه د ترلاسه شویو تجربو څخه پر نویو زده‌کړو تمرکز کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره له افغانستان څخه د ژر وتلو په خاطر د ناټو دفاع وزیرانو تر نیوکې لاندې راغلې ده.

ناټو ویلي چې له افغانستان څخه د وتلو په پروسه کې د ناټو د شریکانو ترمنځ کافي همغږي نه‌وه.

خو د واشنګټن پوسټ په خبره د ناټو عمومي منشي غواړي چې دا اختلافات او نیوکې ډېرې مهمې ښکاره نه‌کړي او داسې ښیي چې له افغانستان څخه د ناټو وتل له یوه هر اړخیز تصمیم وروسته ترسره شوي.

  • اکانوميست

اکانومیست خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې، افغانستان ته د اقتصادي مرستو د یوه همغږي کوونکي بنسټ پر جوړېدو مطلب لیکلی.

د اکانومیست په لیکنه په څو وروستیو ورځو کې مهم بحث دا و چې څه ډول افغانستان ته کېدونکې مرستې همغږې شي څو افغانان منزوي نه‌شي.

د ملګرو ملتونو د اقتصادي ودې د پروګرام مشر اخیم شتاینر ویلي دي، جرمني لومړنی هېواد و چې دغه بنسټ ته‌یې مرسته کړې او ۵۰ ملیون یورو یې ورکړې دي.

اکانومیست لیکي ملګرو ملتونو یو ځانګړی بنسټ پرانیستی چې افغانانو ته بېړنۍ مالي مرستې ورسوي.

افغانستان ته مالي مرستې په کابل کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته کنګل شوې دي.

اوس هم شرط دا دی چې افغانستان ته کېدونکې مرستې پرته له دې چې د طالبانو لاس ته ولوېږي باید پر خلکو ووېشل شي.

  • انډپنډنټ

د انډپنډنټ ورځپانې په خپل یوه مطلب کې په افغانستان کې د فوټبال او بسکټبال کوونکو نجونو په اړه مطلب خپور کړی.

ورځپاڼه لیکي دا ورزش کوونکي چې ډېری یې تنکۍ پېغلې دي او د افغانستان د فوتبال او بسکټبال ټیمونو کې لوبېدلې نن د فوتبال نړیوال سازمان یا فیفا په مرسته له خپلو کورنیو سره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي دي.

ورځپاڼې وړاندې کښلي دا نجونې به تر هغې په قطر کې پاتې شي چې درېیمو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه ومنل شي.