فوټبال؛ د اروپا اتلانو لېګ کې بارسلونا دنیاموکېف ته ماتې ورکړه

ارشیف

د اروپا د اتلانو لېګ د تېرې شپې په لوبه کې بارسلونا لوبډلې دنیاموکیف لوبډلې ته ماتې ورکړه.

بارسلونا لوبډلې دا لوبه یو د صفر پر وړاندې وګټله.

له دوه پرلپسې ماتو وروسته دا په اتلانو لېګ کې د بارسلونا لومړنۍ بریا وه، د دې لوبې یوازینی ګول پیک د لوبې په ۳۶مې دقیقې کې وواهه چې له دې بریا سره بارسلونا لوبډله د ګروپ په درجه بندۍ کې له وروستي مقام څخه درېیم مقام ته راپورته شوه.