ډونالډ ټرمپ ځانته د حقیقت په نامه یوه ټولنیزه رسنۍ جوړوي

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ د حقیقت په نامه ځان ته یوه ټولنیزه رسنۍ جوړوي.

د ټرمپ د ټکنالوژي او رسنیو برخې مسئولانو د اکتوبر په ۲۰مه نېټه وویل چې دا ټولنیزه رسنۍ به په راتلونکي کې د ټویټر او فیسبوک په څېر یوه له لویو رسنیو څخه وي.

ټرمپ ویلي چې دا ورته د منلو نه ده کله چې طالبان په ټویټر کې پراخ حضور لري، خو په خبره یې د امریکا د خلکو د خوښې ولسمشر خاموش کړل شوی.

د جنوري په شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو له حملې وروسته د فیسبوک او ټویټر پر ټولنیزو رسنیو د ټرمپ اکاونټونه بند کړل شول.

د ټرمپ پلویانو غوښتل چې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن د تائید کېدو مخه ونیسي.