د کرنې وزارت د مثمرو باغونو د جوړولو په لټه کې دی

بدخشان کې د مڼو بڼ

د کرنې وزارت د کرنیزو ځمکو د تخریب د مخنیوي په خاطر د مثمرو باغونو د جوړولو په لټه کې دی.

نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې د سولې لپاره د نباتاتو یا PFP نړیوالې موسسې خپله طرحه د کرنې وزارت رهبري ته وړاندې کړه چې د وزارت د رهبرۍ له هرکلي سره مخ شوه.

د وزارت مسولان وايي، یاد طرحه ارزوي او که تخنیکي ستونزې و نه لري، تطبیق به یې کړي.

د سولې لپاره د نباتاتو موسسه یو غیر حکومتي اداره ده چې د ځمکې د تخریب د مخنیوي د مالي صندوق له لارې فعالیت کوي.

د کرنې وزارت د مسولانو په وینا، یاده موسسه غواړي چې راتلونکو کلونو کې ۹ میلیارده ډالر جذب او د افغانستان د کرنۍ او باغدارۍ په برخو کې پانګونه وکړي.